د کندهار ښاروالۍ په نوښت د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د یکشنبې په ورځ ولایت مقام کي علمي کنفرانس ترسره سو.
چي د کندهار والي الحاج روح الله خانزاده تر څنګ د ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي، کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات، د پوهنتون استادان، ځوانان،په ښوونځیو کي دتمثیلي ښاروالیو استازي، د ولسوالیوښاروالان،د ګذرونو وکیلان، دپوهنتونو محصلین، درسنیو استازي، مېرمنو او مدني فعالانو پکښي برخه اخیستي وه.
په پیل کي کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د ښاري فرهنګ د مفهوم او ګټو په اړه خبري وکړې او ویې ویل، ښاري فرهنګ د هغو قوانینو او مقرراتو مجموعه ده، چي په ښار کي د ننه د نظم او ډسپلین لامل ګرځي.
هغه زیاته کړه، په ښار کي د ژوند کولو لپاره د قوانینو په لړ کي تر ټولو مهمه او اساسي قاعده ښاري فرهنګ دی، چي په نه عملي کولو سره یې ښاري ژوند څو چنده له ناکامۍ سره مخ کیږي.
کندهار ښاروال یادونه وکړه، د دولت او ښاریانو ترمنځ د ښاري دندو او مسؤلیتونو په اړه د ښاریانو خبرول، پر ښاریانو باندي د دولت او ښاروالي د حقوقو څخه د ښاریانو خبرول، د فعاله، باخبره او مسؤلیت منني په اړه ښاري زده کړي، د تولنیزو او فردی مسؤلیت منلو په موخه په تصامیمو کي د ښاریانو شریکول، ټولنیز عدالت، ولسواکي هغه لاري دي، چي په ښار کي ښاري فرهنګ ته پراختیا ورکوي.
ورپسې کندهار والي الحاج روح الله خانزاده د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د دغه علمي کنفرانس په جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل، خوشحاله یم نن په یوه داسي مجلس کښي ګډون کوم، چي د ښارونو د بقا، ښاري فرهنګ د ترویج او په ښارونو کي د ښاریانو لپاره د ښاري اسانتیاو د برابرولو په موخه د علمي، پوهنیزو او اکاډمیکو ادرسونو ترڅنګ د ښار ټوله اقشار خپل نظرونه تبادله کوي.
ښاغلي خانزاده زیاته کړه، په کندهار ښار کي تاریخي اماکینو ته خاصه پاملرنه، د علمي او مذهبي ځایونو ترمیم او ساتني ته پاملرنه او د ښار نظم ته واضح پلان جوړونه به زموږ هغه لومړیتوبونه وي، چي د ښار د هري زاویې د اقشارو نظرونه به پکښي ځای پر ځای سوي وي.
کندهار والي څرګنده کړه، د کندهار ښار د تاریخي عظمت او ملی حیثیت ساتنه په ښه ښاري فرهنګ سره ثابتېدای سي، ځکه ښه ښار د ښو ښاریانو نماینده ګي کوي او زه باور لرم، چي د دې ښار هر ښاري به د خپل کوره څخه بیا تر ښاره او کار ځای پوري د ښار په وړاندي مسؤلیت ادا کړئ.
کندهار والي د خپلو خبرو په پای کي د فساد مخنیوی خپل کاري لومړیتوب یاد کړ او یو ځل بیا یې پر ټولو ښاریانو ږغ وکړ، ترڅو د فساد په مخنیوي کي ولایتي ادارې سره همکاري وکړي او هغه کسان په ګوته کړي، چي له دوی د خدماتو په بدل کي ناقانونه غوښتني کوي.
په کنفرانس کي د پوهنتون استادانو، دولتي مسؤلینو او نورو ویناوالو هم د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په اړه خبري وکړې او د جوړ سوي پنل لطریقه یې د دغه فرهنګ ترویج د ټولو ګډ مسؤلیت یاد کړ.
په پای کي ګډونوالو له اړوندو مسؤلینو سره په مخامخ توګه خپلي پوښتني، نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چي په عملي کولو سره به یې په ښار کي مثبت بدلون رامنځته سي. همدارنګه د کندهارپوهنتون تر څنګ په کندهار ښار کي دخصوصي پوهنتونو هغه طرحي هم وړاندي سوې کوم چي د ښاري فرهنګ په اړه جوړي سوي وې، او د مشترک پلاوي لخوا څخه مشاهده کېدې چي کندهار ښاروال ټولي طرحي وستایلې او ډاډ یې څرګند کړ چي دکندهار ښاروالۍ په امراتو کښي به دټولو طرحو څخه استفاده وکړئ، وروسته د طرحو د تشریح کولو سره سم ګډ منتخب پلاوي کندهار پوهنتون په لومړۍ درجه، کندهار دکرهڼیزوعلومو ملي پوهنتون په دوهمه کټګورۍ کښي او بینوا د لوړو زده کړو مؤسسه په دریمه کټګورۍ کښي او په ترتیب سره هغه نور دلوړو زده کړو مراکز د ښو طرحو په تشریح کولو سره بریالي اعلان کړه او دکندهار ښاروالۍ لخوا ورته ترتیب سوي سوغاتونه او ډالۍ هم ورته ورکړل سوې