د کندهار ښاروالۍ...

ناپیژنده (not verified)

Publish Date

Closing Date

د کندهار ښاروالۍ د ټرانسپورټ مدیریت د ضرورت پر اساس د یومیه کارونو د اجراء په خاطر د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره لوډر(۹۵۰) مارک، شل ټنه کرین اسکواټر (۱۶۰) مارک، د جیکمر سامان درلودونکی ، ګریډر (۹۵۰) مارک او ډمټرک شپږ بولټه ماذدا د خاوري ، کثافاتو او لوشو د انتقال لپاره د ترتیب سوي شرطپاڼي مطابق په ساعتانه او د پیرې په شکل د کرایي په داوطلبۍ کي د محترم السبحان نیازمن ساختماني شرکت مسؤل محترم نقیب الله په لاندي نرخونو باندي غوښتونکی سوی دئ.

۱ : لوډر (۹۵۰) مارک في ساعت په کرایه مبلغ / ۲۰۵۰ ـ افغانۍ

۲ : شل ټنه کرین في ساعت په کرایه مبلغ / ۲۱۵۰ ـ افغانۍ

۳ : اسکواټر چي د جیکمر سامان درلودونکی وي( ۱۶۰) مارک في ساعت په کرایه مبلغ / ۲۲۰۰ افغانۍ

۴: کریډر (۹۵۰) مارک في ساعت په کرایه مبلغ / ۲۲۰۰ افغانۍ

۵ : ډمټرک شپږبولټه ماذدا د خاورو د انتقال لپاره في پیره مبلغ / ۶۹۰ افغانۍ

۶ : ډمټرک شپږ بولټه ماذدا د لوشو او کثافاتو د انتقال لپاره في پیره مبلغ / ۱۰۵۰ افغانۍ

هغه شرکتونه چي د پورته مبلغ څخه په کښته نرخ باندي ذکر سوي وسایط و کندهار ښاروالۍ ته په کرایه ورکوي خبر ورکول کیږي چي د ۱۴۰۰ کال د جدي د میاشتي د ۴ نیټې بیا د همدې میاشتي تر ۱۸ نیټې د پنجشنبې تر ورځي پوري خپل غوښتنلیکونه د کندهار ښاروالي د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري . شرطپاڼه تر لاسه او د مزایدي داوطلبۍ د جدي د میاشتي پر ۲۰ مه نیټه د شنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوي هییت په حضور کي د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت کي ترسره کیږي او تضمین نقدآ اخیستل کیږي .

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ!

۰۷۰۶۹۳۵۹۳۱

More tenders

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۵
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د لسمي ناحیې مربوط د شرقي لین په هډه کښي دوهم نمبر کوچنئ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي غواړي په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط د میرویس او احمد شاهي مارکېټ مخته د وسایطو پارکینګ په مورد محترم محمد حکیم د محمد اکبر زوی د شرطپاڼي مطابق دیوه کال لپاره په اجاره مبلغ / . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۵۴
Background image

د دواطلبۍ اعلان!

د کندهار ولايت ارغنداب ولسوالۍ ښاروالي غواړي، چي خپل ملکيت د بابا صاحب پارکینګ د شرط پاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکړي.

هغه اشخاص چي د ذکر سوي پارکینګ . . .

Back to tenders