د کندهار ښاروالۍ
د شين غزي اصحابي زيارت څنګ ته د سړک جوړېدو چاري د بشپړيدو پړاوته رسيدلي دي
شنبه ۴ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي پروژو په لړ کي څه موده وړاندي د کندهار ښار د دريمي ناحيې اړوند د شين غزي اصحابي زيارت څنګ ته د یوه سړک د جوړولو چاري پیل کړي وې، چي اوس مهال ئې د کانګریټ کولو چاري د بشپړېدو په حال کي دي.
ياد سړک ۲۸۶ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او ډیر ژر به د ګټي اخیستني لپاره وسپارل سي. د سړک په رغنیزو چارو کي هره ورځ ۳۸ تنه مسلکي او غيري مسلکي کارکونکي په کار بوخت دي.
یاد سړک چي له اوږدې مودې راهیسي خراب وو او د سیمي اوسېدونکو ته ئې د تګ راتګ پر مهال زیاتي ستونزي رامنځ ته کړي وې، د جوړېدو له امله ئې د سیمي اوسېدونکي زیات خوښ دی او دکندهار ښاروالۍ له دې اقدام څخه ځانګړی مننه وکړه.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر
