د کندهار ښار اوسېدونکو د هوسايني په موخه يو بل مهم ګام!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
بيا رغونه

 

کندهار ښاروال حاجي ملاحکمت الله اخند د خپل کړي ژمني د ترسره کولو په موخه نن شنبه د ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک د اساسي رغولو چاري رسماً راپيل کړې.

دغه سړک چي د سټيډيوم جنوب لويديځ طرف ته د غازي ميني څخه شروع بيا د بازار چې تر سړک پوري غځيدلي دي تقريباً دوه کيلومتره اوږدوالۍ او ۸ متره بردوالۍ لري.

د دغه مهم سړک په رغولو سره به د محل نجات، ډنډ ولسوالۍ او حتا د پنجوايي ولسوالۍ د تلونکو کسانو لپاره ګڼي آسانتيا وي رامنځته سوي وي.

پر دغه اساسي پروژه باندي ( ۲۱،۵ ) ميليونه افغانۍ لګښت راغلي دي.

د همدې مهم سړک په رغولو سره د همدې سيمي اوسېدونکو او د دې لاري تلوونکو کسانو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

 

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار اوسېدونکو د هوسايني په موخه يو بل مهم ګام!