د کندهار ښار دپنځمي او شپږمي ناحیې د ګذرونو لپاره د وکیلانو انتخابات وسوه.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۹:۱۵
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي لخوا د ټاکل سوي کمیټې غړو نن د طرزالعمل سره سم ټاکني وکړې او د پنځمي او شپږمي ناحیې لپاره یي دګذرونو وکیلان وټاکل .

د پنځمي ناحیې لپاره اول ګذر ته عید محمد د علي محمد زوی د(۹۰) رایو په ( صفایي کتابچو) په درلودلو سره بریالی سو.

دوهم ګذر ته فضل رحیم دحاجي عبدالرحیم د (۶۸) رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو لاره پیدا کړه.

شپږم ګذر ته محمد ناصر د کریم الله زوی د (۵۱) رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره لاره پیداکړه.

څلورم ګذرته بخت محمد د عبدالنبي زوي د (۱۲) رایو (صفایي کتابچو) په درلودلوسره لاره پیدا کړه.

د شپږمي ناحیې په ټاکنو کښي دوهم ګذرته محمد قیوم د عبدالقیوم زوی د (۱۱) رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره بریالی سو.

پنځم ګذرته اسدالله دخدای نظر زوی د (۱۰) رایو (صفایي کابچو) په درلودرلو سر ه بریالی سو.

څلورم ګذر ته حاجي صالح محمد دمحمد شفیع زوی د (۲۱۸) رایو (صفایي کتابچو) په درلودلوسره بریالی سو.

دریم ګذرته محمد فاروق د محمد هاشم زوی دی (۹۰)رایو (صفایي کتابچو ) په درلودلو سره بریالی سو.

وروسته د ښاروالي کمیټې غړو نوو وکیلانو ته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل چي دښاروالي سره ستاسو همکاري اړینه ده تاسو کولای سۍ دخپلو ولسونو او کندهار ښاروالي ترمنځ د میني ،همکاري او باور فضا رامنځته کړي ترڅو د دې ښار لپاره په هره عرصه کښي مثبت بدلون راغلی وي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار دپنځمي او شپږمي ناحیې د ګذرونو لپاره د وکیلانو انتخابات وسوه.