د کندهار ښار عزتمن او معزز اولسه!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۳:۳۶
د ښاروالۍ خدمات

تاسو چي د کندهار ښار په ټولو برخو کښي کوم انکشافي کارونه،پرمختیایي پروژې او نور مهم عام المنفعه ځایونه وینئ چي عملاً یې رغېدنه روانه ده دا ستاسو د صفایي ټکسونو او محصولاتو برکت دی،کندهار ښاروالۍ هر وخت ژمنه ده چي تاسو معززه ښاریانو ته ستاسو د صفایي او محصولاتو د ټکسونو حساب درکړي، زموږ رغنیزي او پرمختیایي چاري او نور ټول مهم او اساسي کارونه چي تاسو وینئ دا ټوله ستاسو د صفایي ټکسونو د تحویلۍ برکت دی نو لطفأ د خپلي ښاروالۍ سره نوره هم دوامداره همکاري وکړئ او پخپلو صفایي ټکسونو او محصولاتو تحویلولو سره د خپلي ښاروالۍ په انکشافي او عادي برخو کښي چټکتیا راولئ.

ښاروالۍ او ښاریان یو دبل تمویل کوونکي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS