د کندهار ښار له پاره د ستراتیژیک پلان جوړولو په هدف یو ورځنی سمینار جوړ سو.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۳:۴۷
Kandahar Municipality

په کندهار ښار کي د ملګرو ملتونو، یو این هبیتات د مرکزي او ولایتي ادارې استازو نن د کندهار ښاروالي تخنیکي پرسونل ته د پنځه کلن ستراتیژیک عملیاتي پلان جوړوني په اړه سمینار دایر کړ.

په نني مجلس کښي چي د کندهار ښاروالي مرستیال حاجي محمد نسیم “رضایي” هم حاضر و، راغلي پلاوي ته یې د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کندهار ښاروالي په استازولۍ د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چي کندهار ښاروالي به د ټولو همکاره مؤسساتو سره د ښار او ښاریانو دپاره د سهولتونو د برابرولو په منظور همکاري کوي.

وروسته د یو این هبیتات د مرکزي دفتر څخه راغلي انجنیر فواد احمد صدیقي د پرېزنټېشن د لاري ګډونوالو ته د ستراتیژیک عملیاتي پلان د جوړولو د پروسې ټریننګ ورکړی. وروسته د ټریننګ څخه د غونډي ګډونوالو د ګروپي کار او د اختتامیې د دعا په تر سره کولو سره غونډه خلاصه کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار له پاره د ستراتیژیک پلان جوړولو په هدف یو ورځنی سمینار جوړ سو.