د کندهار ښار والۍ د نرخونو د کنټرول کمېټې د نانوايانو څخه د نظارت لړۍ عملاً په کندهار ښار کي جريان لري!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۱:۴۷
نانوايي کنټرول

د کندهار ښار والۍ د نرخونو د کنټرول کمېټې د نانوايانو څخه د نظارت لړۍ عملاً په کندهار ښار کي جريان لري، ترڅو د توزيع سوي نرخ نامې مطابق د ډوډۍ وزن، قيمت او کيفيت له نږدې څخه و څاري او هغه نانوايان چي د نرخ نامې څخه سرغړونه کوي او د نظافت کولو خيال نه ساتي د هغوی نانواياني به تړل کيږي.

دا لړۍ چي د نرخ نامې د توزيع څخه وروسته شروع سوې ده همداسي جريان لري او په کندهار ښار کښي به د ټولو نانويانو څخه وخت پر وخت څارنه کوي.

کندهار ښار والۍ د نرخ نامې تر ټاکلو مخکي د نانوايانو د ټولو مصارفو په نظر کښي نيولو سره ياده نرخ نامه ترتيب کړې ده او اوس يې د عملي کولو لپاره عملاً کمپاين شروع کړی دي ترڅو ترتيب سوې نرخ نامه پر ټولو نانوايانو باندي په صحي ډول عملي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا د غیري قانوني اعلاناتو د پاکولو لړۍ جريان لري!

کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا یو ځل بیا د ښار په بېلا بیلو ساحو کښي؛ لکه: اول او دوهم دوراهي، کابل اډه او د عېنومېني د ننه او د باندي ساحو کښي د هغو اعلاناتو د پاکولو لړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۲۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د شورا ګانو عمومي مدیریت له خوا په ۷ ناحیه، ۷ ګذر کښي د تاج محل شورا تر نامه لاندي محلي شورا ترسره کړل!

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د هدایت پر اساس د شوراګانو عمومي مدیریت له خوا په اوومه (۷) ناحیه کښي د تاج محل شورا تر نامه لاندي محلي شورا جوړه سول، چي په دې محلي مشورتي مجلس کښي د. . .

BACK TO NEWS