د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي د ګل کلاچې سړک کارونه د بشپړيدلو په درشل کي!
کندهار ښاروالۍ درې مياشتي مخکي د ښار په دريمه ناحيه کي د ګل کلاچې سړک د اساسي رغولو چاري راپيل کړې.
دغه سړک چي د باى پاس عمومي سړک د دار المعلمين عمومي سړک سره وصل کوي تقريباً ٧٨٧ متره اوږدوالۍ او ١٢ متره بردوالۍ لري.
د ياد سړک فعلاً د قير اچووني د وروستي طبقې کارونه جريان لري چي ډېر ژر به يې ټول کارونه بشپړسي او د ترافيکو پرمخ به پرانيستل سي.
د همدې سړک په جوړولو سره د سيمي اوسېدونکو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت