د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه کي د يو مهم سړک رغنيزي چاري جريان لري!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۲۵
سړک سازي

کندهار ښاروالي په پنځلسمه ناحيه، شپږم ګذر کي د صالوخان چمن اړوند د زابر غاړي سړک د اساسي رغولو چاري پيل کړي دي.

دغه سړک چي د صالوخان چمن اړوند د عمومي سړک څخه شروع بيا د قاسم پله د عمومي سړک سره وصل کيږي ۲۵۰۵ متره اوږدوالی او ۸ متره بردوالی لري.

په ياده رغنيزه پروژه کي هره ورځ ۱۴۰ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۹ کسان په مسلکي ډول او ۱۳۱ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

ددغه رغنيزي پروژې چاري يوه مياشت مخکي پيل سوي دي چي تر دې مهاله يې پنځوس فيصده کارونه مخته تللي دي او پاته کارونه به يې هم ډېر ژر بشپړ سي.

ددې مهم سړک په رغولو سره د همدې لاري تلوونکو کسانو او د سيمي اوسېدونکو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه کي د يو مهم سړک رغنيزي چاري جريان لري!