د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کي د ښاري نظم په موخه نظارت ترسره سو!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۸:۴۹
نظارت

دکندهار ښاروالي اړوند دمارکيټونو تنظیم آمریت، د امنيه قومندانۍ، ترافیکو مدیریت د پنځمي حوزې په همکارۍ داځل په پنځمه ناحیه کي د ښاري نظم د ټينګښت په موخه نظارت ترسره کړ.

دا نظارت په داسي مهال کي ترسره سو، چي دمسؤلینو له خوا دڅو ځلي رسمي خبرتیا ورکولو وروسته په یاده ناحیه کي هغه غيري اصولي جګیو له منځه وړل عملاً پیل سول،کوم چي پر عامه پیاده رونو او ګلدانونو باندي ورڅخه د تجارت کار اخیستل کېدی او په څنګ کي ئې د ښار ښکلا ته ئې هم زیان اړولی وو.

همدارنګه، هغه پیاده‌روونه او سړکونه چي د ښاریانو په تګ راتګ کي ئې ستونزي رامنځته کړي وې، بیرته خلاص سول.

درنو هيوادوالو!

د ښاري نظم په رامنځته کولو کي له کندهار ښاروالۍ سره برخه واخلئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کي د ښاري نظم په موخه نظارت ترسره سو!