د ګذر خبرو اترو مجلس جوړ سو.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۸:۵۴
Kandahar Municiplaity

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئيس عبدالواحدشاه هاشمي پر داسي مهال چي د اوومي ناحیې امر یې ملتیا کول په اوومه ناحیه کښي دمربوطه ناحیې مسؤلینو،ولسونو او خلګو ته د خبرو اترو مجلس جوړ کړ.

په یاد مجلس کښي دښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحدشاه هاشمي وویل د دې ډول پروګرامونو څخه یې د خلګو او دولت ترمنځ همږغي په اوجود راوړل دي،خلګو ته د دولت په تصمیمونو کښي د ګډون حق ورکول، د خلګو لپاره په مربوطه بخشونو کي د اړوندو اداراتو د استازو و رپیژندل او نور یاد کړه چي دښاغلي هاشمی په خبره ددې ډول پروګرامونو دلاري ورته خلګ رسیده ګي کوي وروسته د اوومي ناحیې امر زبیح الله خبري وکړې هغه دناحیې پر تیرو او راتلونکو پلانونو بحث وکړ او د ښاروالۍ او خلګو ترمنځ یې همږغي مهمه وبلل تر دده وروسته په و ار سره داوبو رسولو ریاست،بریښنا ریاست ،حوزې مسؤلینو او نورو ګډونوالو یو په بل پسي خبري وکړې او په ټولو بخشونو کي یې دخلګو همکاري وغوښتل وروسته د ازاد بحث دلاري د اوومي ناحیې د ولسونو او مشرانو پوښتونوته هم دمربوطه مسؤلینو لخوا جوابونه وویل سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د ګذر خبرو اترو مجلس جوړ سو.