د ۲۹،۵ میلونه افغانیو په لګښت د یوې لوي پروژې چاري پیل سوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۲:۳۴
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د کندهار والي حیات الله حیات د ولایتي شورا درئیس حاجی سید جان خاکریزوال او د ۵ ناحیې د حاجي عزیز د ساحې د ولسي مشرانو په ملتیا په حاجي عزیز ساحه کي د سړک د اساسي پیلېدني چاري راپيل کړې

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وویل دا بنسټیزه پروژو د هغه لویو پروژو له ډلي ده کوم چي کندهار ښاروالي جهاني بانګ ته پیشنهاد کړې وه د ښاغلي حیات په خبره د هغه نورو پروژو کوم چي کندهار ښاروالي جهاني بانګ ته پیشنهاد کړي دي چاري هم تر راتلونکو ۲۰ ورځو شروع سي.

د ښار د پنځمي ناحیې د عزیز په ساحه کي چي نن د کوم سړک د اساسي جوړوني چاري پيل سولې یاد سړک ۹۲۵متره طول ۲۰متره عرض دوه طرفه چرۍ په پلان کي لري ۳متره دوه طرفه پياده رو او شنه ساحه د جوړېدو په پلان کي لري، چي په راتلونکي ۷ میاشتو کښي به یې چاري بشپړي سي چي ۲۱۰ کاري ورځي کیږي په دې پروژه کي په مستقیم ډول ۶۶۱۵ کارمندانو ته په مسلکي توګه سره ۱۱۸۰ تنو ته او غیري مسلکي توګه سره ۲۳۶۰ تنو ته د کار کولو زمینه برابریږي.

د کندهار ښاروال په خبره که چیري هغه نوري ۴ پروژې هم عملي سي د کندهار ښار په بڼه کي به اساسي تغیر راغلی وي وروسته کندهار والي حیات الله حیات او د ولایتی شورا رئیس حاجی سید جان خاکریزوال د کندهار ښاروالي څخه د منني چي په ښار کي یې مهمي پروژې پيل کړي وویل ددې نننۍ پروژې په تکمیل سره به د یادي ساحې خلګو ته بهتره ښاري سهولت رامنځته سوي وي د دوي به خبره رواني پروژې دخلګو په خیر دی او باید ښاریان یې ننګه وکړي دوی دا ډول حیاتي او مهمي پروژې د کندهار ښار لپاره ارزښناکه یادي کړې کندهار والي وویل اوس پر ۲۰ کلن پلان باندي کار کوي تر څو راتلونکو۲۰ کلونو کي کندهار ښار په بسیاري توګه سره پراخ سي انکشاف وکړي.

د محل اوسېدونکو هم د یادي پروژې څخه رضایت څرګندوۍ او ددې ډول پروژو په پیليدنه ښاریان د ښاروالي سره همکاري ته رابولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د ۲۹،۵ میلونه افغانیو په لګښت د یوې لوي پروژې چاري پیل سوې