صبغت الله د کندهار ښاروالۍ د دوهمي ناحیې امر وټاکل سو.
د کندهار ښاروالۍ اداري امر ښاغلي عبدالمومن د دوهمي ناحیې لپاره صبغت الله د دوهمي ناحیې مامورینو ته ور وپيژندی ،ښاغلي مومن د کندهار ښاروالۍ په نماینده ګي په کارونو او چارو کښي ورته دلا بریالیتوبونو هیله وکړه.
صبغت الله هم د کندهار ښاروالۍ د مقام د باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چي په اخلاص او ایماندارۍ سره به د ښاروالۍ په امراتو کښي چاري مخته وړي.