عتیق الله حمید د کندهار ښاروالۍ مرستیال وټاکل سو.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۹:۲۲
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ لپاره نوي ټاکل سوي مرستیال عتیق الله حمید پخپله دنده پیل وکړ.

په همدې موخه نن په کندهار ښاروالۍ کښي د نوي ټاکل سوي مرستیال د معرفت مراسم جوړ سوي وه چي پکښي د ولایت مقام دمرستیال فیصل شیرزي ترڅنګ کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات،د ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس جاوید الله سلطاني او د کندهار ښاروالۍ کاري پرسونل ګډون کړی وو.

غونډي ته په پرانیستونکې وینا کښي کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات لومړی نوي ټاکل سوي مرستیال عتیق الله حمید ته ښه راغلاست ووایه او ترڅنګ یې له خپل کاري پرسونل څخه وغوښتل چي له نوي مرستیال سره هم د پخواني مرستیال په شان په کارونو او چارو کښي مرسته وکړي کندهار ښاروال همدارنګه د کندهار ښآروالۍ د پخواني مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي هغه همکاري ،کارونه ،ستړیاوي او زحمتونه وستایل کوم چي د یوه مشر ورور په توګه یې د ښاروالۍ په امراتو کښي ورسره کړي وه او هغه ته یې په ژوند کښي د لابریالیتوبونو هیله څرګنده کړه همدا ډول کندهار ښاروال د ښاغلي رضایي د تجریبو او مشورو څخه د ګټي اخیستني په برخه یاداوري وکړه چي کوښښ او هڅه به یې دا وي چي ښاغلي رضایي د یوه مشوره ورکوونکي په توګه د کندهار ښاروالۍ په چارو کښي داخل کړئ وروسته د ولایت مقام مرستیال فیصل شیرزي خبري وکړې هغه د کندهار ښاروالۍ د مخکني مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي تر سره سوي کارونه وستایل او د هغه له زحمتونو څخه یې ځانګړې مننه وکړه او نوي مرستیال ته یې په چارو کښي د لا همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدا ډول د ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس جاویدالله سلطاني د نوي مرستیال د معرفت هغه مکتوب ووایه کوم چي په اساس یې د ازاد رقابت د لاري عتیق الله حمید دکندهار ښاروالۍ مرستیال ټاکل سوي دی.

همدا ډول د دې ترڅنګ د کندهار ښاروالۍ پخواني مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي خبري وکړې هغه د خپلو کارونو،او همدا ډول د رهبرۍ لخوا دده سره په کارونو کي د مرستي په مورد ځانګړې مننه وکړه،مرستیال ښاروال وویل کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات په واقعي توګه سره ټول هغه حقوق ورکړي وه کوم چي دښاروالۍ مرستیال یي په لایحه کښي لري هغه د خپل پرسونل څخه ځانګړې مننه وکړه چي د کارونو د ښه اجرا په موخه یې ورسره د ماموریت په عرصه کښي همکاري کړې وه.

وروسته د کندهار ښاروالۍ نوي ټاکل سوی مرستیال عتیق الله حمید خبري وکړې هغه د ښاروالۍ د خدماتو دعرضه کولو، کندهار ښاریانو ته په متوازن ډول سره دښه ښاري خدماتو برابرولو،دقانون او اصولو له مخي چارو ته رسیده ګي او پخپلو روانو چارو کښي د یوه مشترک او ګډ ټیم غوندي کار کولو په برخه کي یاداوري وکړه هغه ژمنه وکړه چي تر وسه وسه پوري به دخپل مظلوم اولس خدمت کوي .

وروسته د کندهار ولایت مقام د مرستیال ،کندهار ښاروال او د ښاروالۍ د کاري ټېم په ملتیا نوي ټاکل سوی مرستیال د کندهار ښاروالۍ د مرستیالۍ پر چوکۍ کښېنول سو او ټولو په خپله برخه کښي دپوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

یاده دي وي چي دکندهار ښاروالۍ نوي مرستیال عتیق الله حمید په عامه اداره کښي د ماسټري تر حده لوړي زده کړي کړي دي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

عتیق الله حمید د کندهار ښاروالۍ مرستیال وټاکل سو.