نوښت!

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۸:۹
Kandahar Municipality

په کندهار ولایت کي د خلګو او ښاروالي تر مینځ واټن مخ پر کمېدلو دئ.

د پخوا په پرتله د کندهار په ښاروالي ریاست کي د ښاروالي او خلګو تر مینځ واټن ورځ تر بلي کمېږي، په هره ناحیه کښي د وکیلانو ټاکل، د ځوانو سره د مشورتي بورډ ایجادول او د ګذر د وکیلانو سره وخت پر وخت مجلسونه کول او د هغوئ مشورې اورېدل ددې سبب سوی دئ چي عام خلګ ښاروالۍ ته زړه نیژدې کړي.

پرون د دوشنبې ورځ د ۱۳۹۸/۶/۱۰ نېټه د ښاروالۍ ریاست د غونډو په تالار کښي د ښار د ۱۵ ناحیو استازو ته د ښاروالۍ ریاست د مسئولینو د خوا د عامه پوهاوي دپاره یو پروګرام چي په هغه کي د ښاروالۍ دندي او واکونه، د مراجعینو د غوښتنو ډولونه، عدم رضایت، او یو شمېر نور درسونه شامل وه د عامه پوهوني په پار د ښاروالي د حکومتولي ریاست د خوا تر سره سو.

د ښاروالۍ دندي او واکونه.

۱: چاپیریال ساتنه .

.۲: په بازار کي د نرخونو کنټرول کول.

۳: په پنځلسو ناحیو کي د شنو سیمو رامنځته

کول او ساتنه .

۴: د مقررۍ سره سم د ښاروالۍ د ملکیتونو د

کرايې تثبیت.

۵: د روغتیايي مؤسسو سره د مرستي په موخه د

اړینو تدبیرونو نیول.

همدا راز د ښاروالۍ ریاست د خوا خلګو ته د عامه پوهاوي په پروګرام کښي لاندي موضوعات هم بیان سول.

دمراجعینو د مادي اړتیاوو ډولونه په لاندي ډول دي :

.1 لازم کمیت.

.2 لازم کیفیت .

.3 آسانه کارونه .

.4 پروخت تحویلول.

.5 مناسب قېمت .

.6 منطقي عمر.

.7 غوره استفاده په هغه اندازه چې يې ادعا

سوې وي .

دمراجعینو د عاطفي اړتیاوو ډولونه په لاندي ډول دي :

.1 چټکه توجه .

.2 اهمیت.

.3 مؤدبانه ځوابوینه .

.4 احترام .

.5 په معاملاتو کي انصاف.

.6 جدي تعقیبول.

.7 زماني یا دوره يي امتیازات .

د پروګرام په پای کښي پروګرام ته راغلو استازو د ځینو ستونزو د شریکولو سربېره د ښاروالۍ ریاست څخه د یاد پروګراموونو د لړۍ د اوږدولو هیله وکړل او زیاته یې کړل چي، که چيري داسي پروګرامونه نور هم ترسره کړل سي نو به د ښاروالۍ او ښاریانو تر مینځ همږغي لا ټینګه سوې او د دواړو لورو رضایت به لا تر لاسه سوی یي.

په دې ورستیو کي د کندهار ښار د ښاروالۍ ریاست په دننه کښي هم زیات شمېر مثبت تغیرات تر سترګو کېږي چي مثبت تأثیرات یې دباندي په ښار کي هم لیدل سوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

نوښت!