هره رغنیزه پروژه د ښار په جوړوالي او ښایسته ګي کي حیاتي رول لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۱۱:۱۶
Kandahar Municipality
د کندهار ښاروالي لخوا د رغنیزو پروژو په دوام د ښار د دیارلسمي ناحیې اړوند په دریم ګذر(بڼ) کي د ۴۰۰ متره اسفالټ سړک چي ۸ متره یې عرض دی او ۴۰۰ متره چرۍ ده او د همدې ګذر په ساحه کي د یوه بل سړک چي ۴۹۷متره اسفالټ دی او ۷ متره یې عر ض دی او تر څنګ یې د ۴۰۰ متره استېنادي ديوال چي ۳.۲۰متره جګوالي لري پر کانال باندي جوړیږي ساختماني چاري یې په معیاري توګه سره راپیل سوي دي.
په دې پروژه کي ښاریانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې د يادي ناحیې د اوسېدونکو تر څنګ عامو ښاریانو ته به د دې پروژې په تکمیل سره بهترین سهولت اجاد سي، دهمدې پروژې په دوام چي کوم استېنادي ديوال پر کانال باندي جوړیږي د باراني او سيلابي اوبو په کنتړول کي مهم رول لري دا ځکه مخکي به د سيلابي اوبو حجم زیات وو ډېري ستونزي به یې ښاریانو ته جوړولې ولي ددې استېنادي ديوال په جوړېدو سره به خلګو ته د نورو اسانتیاو تر څنګ د سيلابي اوبو څخه هم خوندیتوب راغلي وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

هره رغنیزه پروژه د ښار په جوړوالي او ښایسته ګي کي حیاتي رول لري