پنځمه ناحیه کي یو سړک اساسي ورغول سو.
د کندهار ښاروالۍ له لوري د ښار د پنځمي ناحیې اړوند په سوله ګذر کښي د ۱۱۴۹متره په طول ۷،۵متره په عرض د یوه سړک د جوړوني چاري ترسره کړې.
د سړک په امتداد د ۸۲۰متره په طول چرۍ هم اساسي جوړه سوې ده او دسړک په مسیر کښي یو پل د۱۷،۶متره په طول۸،۸متره په عرض جوړسوی د دې پروژې په ترسره کولو سره دمحل اوسیمي اوسېدونکوته په ورځني ژوند کښي ښاري سهولتونه اجاد سول .
کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسوناحیو کي متوازنه پراختیا رامنځته کوي .