په دوهمه ناحیه کښي د ګذر خبرو اترو مجلس جوړسو.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۲:۳۰
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي له لوري په دوهمه ناحیه کښي د ګذر د خبرو اترو مجلس پر داسي مهال جوړسو چي د ښاروالي د ښاري حکومتولۍ د رئیس تر څنګ د سکټوري او تخنیکي ریاست امر،د دوهمي ناحیې امر،د مربوطه حوزې د پولیسو استازي،د برېښنا ریاست استازی،د کانال لیزایسیون او ښاري اوبو رسولو ریاست استازی او په زیات شمیر د دوهمي ناحیې د ګذرونو وکیلان،مخورسپین ږري او مشرانو حضور درلودئ.

ننني مجلس ته د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحدشاه هاشمي پرانیستونکې ویناوکړه هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل د ننني مجلس څخه یې هدف دا دی چي د ناحیې اوسېدونکي خپل اړوند مسؤلین وپېژني د اړتیا پروخت خپلي اړوندي ستونزي ورسره شریکي کړي، د اړوندو مسؤلینو لخوا چي په ناحیوکښي کوم پلانونه عملي کیږي د ناحیې اوسېدونکي یې باید له پلانونو خبروي ،د حکومت او ولس ترمنځ قوي همږغي په اوجود راغلې وي ، ښاریانو ته په ورځنیو چارو کي لا اسانتیاوي رامنځته سوي وي، د ښار په جوړونه،سرسبزۍ او تنظیف چاروکښي ښاریانو د ښاروالي او اړوندو مسؤلینو سره همکاري کړې وي او په ګډه کار سوي وي .

وروسته د دوهمي ناحیې امر محمد امین نعیمي د خپلو خبرو پر مهال د دوهمي ناحیې لپاره پر تیرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو باندي ددوهمي ناحیې اوسېدونکوته معلومات ورکړه او په چارو کښي یې د دوی همکاري وغوښتل په دوام سره د ښاروالي سکټوري او تخنیکي امرحسن الله اجواد د ښاروالي پر انکشافي پلانونو روانو رغنیزو چارو او راتلونکو پلانونو باندي خبري وکړې اوپه مفصل ډول یې خپل معلومات د ګذر خبرو اترو پروګرام کښي تشریح کړه د دې ترڅنګ د برېښنا ریاست استازو،د مربوطه حوزې د پولیسو استازو او کانال لیزایسیون او اوبو رسولو ریاست استازو هم د دوهمي ناحیې خلګو ته اړوند معلومات وړاندي کړه او د موجوده ستونزو او مشکیلاتو ترڅنګ یې د خلګو همکاري وغوښتل هغوي د چارو دښه ترسره کولو په برخه کښي دخلګو همکاري اړینه وبلل وروسته د ګذر د خبرو اترو په ننني پروګرام کښي د دوهمي ناحیې اوسېدونکو هم پوښتني او غوښتني در لودلې چي د مربوطه مسؤلینو لخوا ورته قانع کوونکي جوابونه وویل سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

په دوهمه ناحیه کښي د ګذر خبرو اترو مجلس جوړسو.