په دوولسمه ناحيه کي د لس مليونه افغانيو پروژه پلې کېږي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۵:۳۲
Distract 12

يک شنبه/۶ – سلواغه – ۱۳۹۸
د کندهار ښار د دوولسمي ناحيې په اووم/ نجات ګذر کي د کندهار ښاروالي له خوا د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندي يوه لويه انکشافي پروژه پلې کېږي.
د دې پروژې له لاري يو سړک ډ‌امبرېږي، چي ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متر بر به ولري.

دغه راز د دې پروژه له لاري دوه پلچکان هم جوړېږي، چي يو به يې ۱۷،۶ متر اوږدوالی او دوه متره بر او بل به يې ۱۲،۶ متره اوږدوالی او دوه متره بر ولري. د ۱۰،۲ متره اوږدوالي او ۸ متره بر لرونکي دوې کاز وې جوړول هم د دې پروژې يوه برخه ده.
په دې پروژه کي د ۲۴۶۲ مترو په اوږدوالي د چرۍ جوړول هم شامل دي. پر دغه پروژه چي سلګونه کورنۍ به يې مستقيماً له ګټو څخه برخمني سي، څه کم لس مليونه افغانۍ لګښت راځي. د خلکو له خوا انتخاب سوي او د خلکو تر مستقيم نظارت لاندي پلي کېدونکي دغي پروژې کار تر راتلونکو لسو ورځو پوري پيلېږي او په شپږو مياشتو کي بشپړېږي. دا پروژه د يوې آزادۍ داوطلبۍ په پايله کي يوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکول سوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!

کندهار ښاروالۍ د ښار سمسورولو په موخه د نهالانو د ايښودلو غونډه ترسره کړه، چي په کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په ګډون، د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري رئیس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د نرخونو کنټرول په موخه د نظارت لړۍ جريان لري!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظیم امريت نن د کندهار ښار د دوو لويو مارکيټونو چي يو د ۵ ناحيي په مربوطاتو کي مهمند مارکيټ او بل د ۷ ناحيي د مېوې مارکيټونو څخه د ترباري د نرخونو. . .

BACK TO NEWS