په نهمه ناحیه کي د خپل سري اعمارونو مخه ونیول سول.
د کندهار ښاروالۍ د نهمي ناحیې امر حمیم صاحب وکولای سوای د خپلي ناحیې په اړوندو برخو کي ټول هغه اعمارونه کنترول او چاري یې و دروي کوم چي په غیري قانوني اوغیري اصولي توګه سره یې د جوړېدو چاري رواني وې، دنهمي ناحیې امر حمیم صاحب وایي کوښښ کوي ترڅو په نهمه ناحیه کي نوري هغه ځمکي هم له غصب څخه خلاصي کړي کوم چي خلګو تازه غصب کړي دي دا په داسي حال کي ده چي کندهار ښاروال حسن حاجی صاحب پر ټولو ښاریانو ږغ کړي ترڅو د اعمار په صورت کي کندهار ښاروالۍ په جریان کښي واچوي ترڅو په قانوني توګه سره په ښار کي اعمار وسي .