په نهمه ناحیه کي د ولس مجلس جوړ سو
دنهمي ناحیې امر حمیم صاحب وایي د نهمي ناحیې له ولسي مشرانو،سپین ږرو او د ګذرونو د وکیلانو سره یې د ښې همږغۍ په موخه لیدنه وکړه چي پر مهال یې د ناحیې د کارونو دبهبود، دناحیې اوسېدونکو ته د ښه ښاري سهولتونو درامنځته کولو او نورو مهمو برخو کي خبري وکړې، په ګډه سره مجلس کي تصمیم ونیول سو چي په اتفاق او اتحاد سره به د مومن ولس د ښېرازۍ لپاره په نیکه اراده او ایماني عزم کارکوي ترڅو هري ستونزي ته هم رسیده ګي سوې وي او هم مشکلات پر وخت حل سوي وي.