په ښاروالۍ کي د مالي مدیریت واحد سیسټم یا IFMS پرانستنه وسوه!

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۲:۳۷
Kandahar Municipality

د IFMS د پرانیستني په دې مراسمو کي د سیمه ایزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو معین روح الله نیازي، کندهار والي حیات الله حیات، کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات او د بېلابیلو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه . په پیل کي د کندهار ښاروال راغلو میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سیمه ایزو ارګانو له ادارې یې مننه وکړه چي د یاد ورژن پنځم سیسټم یې په ښاروالۍ کي فعال کړ. نوموړي د عوایدو په را ټولولو کي د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ او له ولسونو یې هم د همکارۍ کولو غوښتنه وکړه. د سیمه ایزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو معین روح الله نیازي په خپله وینا کي وویل چي دوئ د هیواد په لویو ښارونو کي دا سیسټم فعالوي، چي نن یې دلته هم پرانستنه وکړه. د نوموړي په خبره په دې سیسټم کي به زرګونه کورونه ثبت سي او د کندهار والي سربېره به یې په مرکز کي هم مسوولین څارنه کوي. د سیمه ایزو ارګانونو ادارې د اداري چارو ریس محمد امین توخي ددې سیسټم په اړه د پریزنټېشن په بڼه د غونډي ګډونوالو ته معلومات ورکړل. کندهار والي حیات الله حیات د خپلي وینا پر مهال د IFMS سیسټم په پرانستنه خوښي ښوده او هیله یې څرګنده کړه چي ددې سیسټم په فعالولو به روڼتیا رامنځته او د فساد مخه به ونیول سي. په دې افتتاحیه غونډه کي د کندهار ولایتي شورا ریس ، ددې شورا غړو، مدني فعالانو او ګڼو ځوانانو برخه اخیستې وه . یاده دي وي چي له تېرو پنځلس کلونو راهیسي په ښاروالیو کي یو زوړ سیسټم موجود وو چي ددې نوي سیسټم IFMS په رامنځته کېدو سره به د ښاروالۍ په بیلابیلو برخو کي ښه والی منځته راسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

په ښاروالۍ کي د مالي مدیریت واحد سیسټم یا IFMS پرانستنه وسوه!