په کندهار ښار کي د ملي دسترخوان پروګرام د توکو د وېش لړۍ...
د #کندهار ښار په اتمه ناحیه، لومړي ګذر (پاڼه ګذر) اړوند خزانه شورا کي د ملي #دسترخوان پروګرام له لوري په اړمنو کورنیو لاندي خوراکي توکي ووېشل سول.
• د څلور زره افغانیو معادل خوراکي توکي لکه؛ ۴۴ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وريجي، ۱۰ لیټره غوړي، ۵،۵ کیلو لوبیا او ۱۲ چکۍ صابون د دې شورا په هري اړمني کورنۍ ووېشل سول
• د مستحقینو ټولټال شمېر: 189
• د شورا ټولې کورنۍ: 255
• ټاکنیز واحدونه: 10