په کندهار کي د اسد ۷مه د ملي بیرغ ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل سوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۷:۳۱
Kandahar Municipality

نن سې شنبه د اسد اوومه د ملي بیرغ ورځ ده په ځانګړو مراسمو او ولایت مقام کي د ۱۰۰ متره لوړ بیرغ په پورته کولو سره راپیل سوه، چي د لسګونه ګډونوالو په شتون کي د یادي ورځي د نمانځلو په موخه ملي اتڼوڼو ترسره او وطني ولولې او ځانګړي شعارونه زمزمه سول.

یاد مراسم د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د احتیاطي تدابیرو په نیولو سره ترسره سول، چي د کندهار والي حیات الله حیات، د ولایت مقام دواړو مرستیالانو، د ولایتي شورا غړو، د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو/استازیو، ولسوالانو، قومي مشرانو، ځوانانو، یو شمېر مېرمنو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

په کندهار کي دیادي ورځي نمانځلو په پیل کي د ولایت مقام دننه د سیمې په کچه تر ټولو لوی او لوړ بیرغ د کندهار والي حیات الله حیات په لاس د ملي اردو د تشریفاتو قطعې په وړاندي کولو او ملي سرود په بدرګه له ولولو سره پورته او رپاند سو.

کندهار والي حیات الله حیات د ملي بیرغ تر پورته کولو وروسته یادونه وکړه، چي سږ کال د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه دغه مراسم د لږ ګډونوالو په شتون کي ونمانځل سول ولي د ملي احساس او وطن سره د ځانګړي میني له مخي یې د ټولو هیوادوالو وغوښتل، چي ملي بیرغ زموږ وقار، د عظمت د پیژندوګلوي سمبول او زموږ ملي هویت دي، چي لوړ او رپانده ساتل یې زموږ د ټول ملي وجیبه ده.

کندهار والي وویل، د ملي بیرغ ورځ زموږ د غیور او تاریخي ولس د تاریخي ویاړونو، ملي، دیني، ولسي یووالي او د خپلواکۍ د ساتلو او پاللو یو ملي سمبول دی او د دې ملي بیرغ پیغام د هېواد ټولو دوښمنانو ته دا دی، چي موږ ټول د دې بیرغ تر سیوري لاندي، چي پکښي د الله اکبر او منبر نښي دي، ژوند کوو.

ښاغلي حیات زیاته کړه، هغو سیاسي او غیرسیاسي مخالفینو ته چي په هر لباس، نوم او شعار افغانان سره بېلوي پیغام دا دی، چي موږ ددې بیرغ لاندي، یو دین، یو تاریخ، یو هویت، یو ملت او یو وطن لرو او هیڅوک مو په هیڅ نوم نه سي بېلولای.

کندهار والي وویل، لکه څنګه چي افغانانو په تاریخ او دین کي نورو ته درس ورکړی اوس هم موږ ژوندی ملت یوو او د خپل ملت، دولت او نظام ملاتړ به په همدي ملي ارزښتونو په ساتلو سره کوو.

کندهار والي ټولو افغانانو څخه وغوښتل، چي په کور، دوکان او خپل د اوسیدو په سیمو کي ملي بیرغ رپانده کړي او دا پیغام ورکړي، چي موږ ټول یو یو او له خپل دین او ولس څخه به ساتنه کوو.

وروسته ددې ورځي نماځل په اتڼوڼو، جوش او ولولو راپیل سول او د ځوانانو او دولتی مسؤلینو لخوا په اتڼونو بدرګه سول.

د یادولو وړ ده، چي په کندهار کي د ملي بیرغ د نمانځلو په موخه د ښار په واټونو او ولسوالیو کي ملي بیرغونه رپانده او همداشان د ښار څلور لاري او دروازې په ملي بیرغونو پوښل سوي دي او د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کي دا ورځ د امن او خوښۍ په فضا کي ونمانځل کیږي.

سې شنبه؛ ۱۳۹۹/۵/۷

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

په کندهار کي د اسد ۷مه د ملي بیرغ ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل سوه