کندهارښاروالي دخپلو روانو رغنیزو پروژو په لړ کي دښار د دولسمي ناحیې اړوند په ګهیځ ګذر ساحه کي ددو سړکونو دقیریزي چاري پيل کړې .
د ۸۷۸متره په طول ۸متره په عرض یو سړک اودوهم سړک دهمدې ګذر د ۳۷۸متره په طول او۱۱متره په عرض دی چي کندهارښاروالي یي تازه د قیریزي چاري پیل کړې دمحل اوسېمي اوسېدونکي دکندهارښاروالي دوروستیو پرمختیایي پروژو څخه رضایت وښودۍ او دښاروالي دروانو پلانونو په عملي کولو کي کوم چي ددوی په ساحه کي پلي کیږي دخپله طرفه دپوره همکاري ډاډ ورکړ.