کندهارښاروالي د نېکمرغه لوی اختر شپو او ورځو ته پراخه اماده ګي نيولې ده.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۹ - ۱۹:۱۰
Kandahar Municipality
دکندهارښاروالي مرستیال حاجي محمد نسیم رضايي چي دکندهار ښاروالي لخوا د ټاکل سوي کميټې په راس کي دي، نن یې دکندهار ښاروالي لخوا دټاکل سوی کمیټې دچارو څخه لیدنه وکړه، دښار دتنظیف او سرسبزۍ حالت یې وکتئ او دنېکمرغه لوی اختر دشپو او ورځو لپاره یې دکندهار ښاروالي لخوا دټاکل سوی کمیټې غړو ته لازم هدایتونه وکړه، ترڅو په نوکریوالي توګه سره دښار دتنظیف اوسرسبزۍ نظارت وسئ، اودکندهار معززه ښاریان وکولای سئ په ښه توګه سره اختریزي مېلي ولمانځئ.
همدارنګه مرستیال ښاروال وویل دکندهار ښاروالي لخوا ځانګړي ټلیفوني شمېرې بایدفعاله وي ترڅو دښاریانو ټلیفونونوته پروخت ځواب ویل سوی وي، دکندهارښاروالي مرستیال پرکندهار ښاریانو ږغ وکړ ، چي دنېکمرغه اختر په ورځو کي دي دڅارویو دقربانیو پرمهال د ښار پاک والي ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهارښاروالي د نېکمرغه لوی اختر شپو او ورځو ته پراخه اماده ګي نيولې ده.