کندهارښاروال حسن حاجي صاحب:ـ د ترانسپورټ مدیریت د وسایطو په مرسته مو د ښار سرسبزۍ او تنظیف ته رسیده ګي کړې ده.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۸ - ۱۰:۱۹
کندهارښاروال حسن حاجي صاحب:ـ د ترانسپورټ مدیریت د وسایطو په مرسته مو د ښار سرسبزۍ او تنظیف ته رسیده ګي کړې ده.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي د کندهار ښاروالۍ د ترانسپورت مدیریت د نقلیه وسایطو په مرسته هره ورځ د ښار د سرسبزۍ او تنظیف چاري مخته ځي چي له جملې څخه یې د ۱۸ ټاکرانواو ۲مازدا په توسط د ښار په پنځلسوناحیو کي شنې ساحیې اوبیږي او هر وخت یې سرسبزۍ ته زیاته پاملرنه کیږي،ترڅنګ یې د ۵۰عرادې بېلابیلو موټرونو په واسطه د ښآر د ۱۵ناحیو څخه کثافات په ورځنی ډول وړل کیږي او دښارڅخه په وتلې نقطه کي تر خاورو لاندي کیږي،په عمومي ډول د ۸۶بیلابیلو عرادجاتو په واسطه دنواحیو په شمول د ښاریانو دسهولت په منظور چاري مخته ځي ترڅو د کندهار ښاروالۍ په خدماتي برخه کي ځنډ رانسي کندهار ښآروال وایي دا هرڅه د خپلو ښاریانو دسهولت او ارامتیا په منظور ترسره کوي،د کندهار ښآروالۍ د ترانسپورت مدیر شمس الله خان وایي د دولتي انحصاراتو څخه یادو وسایطو ته روغتیات خریداري کوي او ترڅنګ یې د روغنیاتو ټوله بودجه د کندهارښاروالۍ څخه ده د ښاغلي شمس الله خان په خبره ددې لپاره چي پروخت ښاري خدمات سرته رسېدلي وي وسایطو ته زیات متوجع دی ترڅو د خراپېدو په صورت کښي یې بیرته ژر ورغوي ترڅو په چارو او کارونو کي ځنډ نه وي راغلی همدا راز ښاغلی شمس الله خان وایي ښاریانو او ښارته د ښه خدمت کولو په منظور یې پر خپلو موټروانانو ټينګار دادی ترڅو وظیفوي غفلت ونکړي بلکي د ورځي د شروع سره سم چاري سمبال کړي.
 

کندهارښاروال حسن حاجي صاحب:ـ د ترانسپورټ مدیریت د وسایطو په مرسته مو د ښار سرسبزۍ او تنظیف ته رسیده ګي کړې ده. کندهارښاروال حسن حاجي صاحب:ـ د ترانسپورټ مدیریت د وسایطو په مرسته مو د ښار سرسبزۍ او تنظیف ته رسیده ګي کړې ده.
کندهارښاروال حسن حاجي صاحب:ـ د ترانسپورټ مدیریت د وسایطو په مرسته مو د ښار سرسبزۍ او تنظیف ته رسیده ګي کړې ده. کندهارښاروال حسن حاجي صاحب:ـ د ترانسپورټ مدیریت د وسایطو په مرسته مو د ښار سرسبزۍ او تنظیف ته رسیده ګي کړې ده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS