کندهارښاروال: د پنځو غټو ښارونو لپاره SDF/ستراتیژیک پرمختیایي چارچوب جوړ سوی دی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۸:۶
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات چي نن یې مرکز ته د خپل تر سره سوي سفر په اړه د کندهار ښاروالي اړوند رئیسانو، آمرینو او مدیرانو ته خپل راپور ورکاوه وویل د ښاروالیو چارو د معین تر څنګ یې د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د لوی رئیس سره لیدلي او تر څنګ یې د کندهار ښاروالي د فعالیتونو، پلانونو او چارو په اړه معلومات ورکړي ددې تر څنګ یې وویل مرکزي ادارې د پنځو غټو ښْارونو (کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او خوست) ښارونو لپاره ستراتیژیک پرمختیایي چارچوب/ SDF جوړ کړی چي ولسمشر ته یې طرحه تللې او هغه به یې تر نظر ورکولو وروسته توشیح کړي. کندهار ښاروال وویل د مرکزې ادارې ډیر ټینګار پردې و تر څو د (SDF) په تطبیق کي باید بشري منابع او قوي ظرفیت سازي په اوجود راوړل سي تر څو دا پلان په ښه توګه سره په غټو ښارونو کښي عملي سوي وي د ښاغلي حیات په خبره د (SDF) پلان د ښه تطبق په موخه د همدې لوی ښارونو ښاروالانو ته یو شمېر صلاحیتونه هم ورکول سوي تر څو د خپلو ښاروالیو لپاره وړ، ظرفیت سازه، په کارپوه او مسلکي کادرونه ځای پر ځای کړي تر څو د قوي بشري منابع په درلودلو سره د لویو ښارونو ښاروالان توانېدلي وي چي د خپلو باظرفیته کادرونو په شتون کي د (SDF) پلان په ښه توګه سره تطبق کړي همدارنګه کندهارښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د ننني مجلس ګډونوالو ته وویل ددې پلان په تطبق کي باید ټول له جدیت څخه کار واخلو تر څو د باظرفیته کادرونو په درلودلو سره یاد ستراتیژیک چارچوب په ښه توګه سره عملي سوی وي کندهار ښاروال وویل د ښاروالي ساختماني ټیمونه او د ناحیو آمریتونه او په ټوله کي د ښاروالي ټول پرسونل باید لومړی د خپل ځان پر ظرفیت سازي باندي کار وکړي او د (SDF) په عملي کولو کي خپله وړتیا ثابته کړي دا ځکه د ښاروالانو لپاره صلاحیت دی په دې برخه کي چي کوم څوک ونه توانېږي چي د (SDF)په تطبق کي رول ولري نو ښاروالي کولای سي بستونه یې اعلان ته وسپاري تر څو وړ کسان راسئ او د خپلي وړتیا په اساس کار وکړي. همدارنګه کندهار ښاروال د مجلس ګډونوالو ته دنده وسپارل چي د (SDF) پلان ښه مطالعه کړي او ځان په پوه کړي تر څو د کندهار ښار لپاره ددې پلان مثریت نور هم په مسلکي توګه زیات او ارزښتمند سوی وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهارښاروال: د پنځو غټو ښارونو لپاره SDF/ستراتیژیک پرمختیایي چارچوب جوړ سوی دی