کندهارښاروال: د کامیابۍ منزل ته هغه وخت رسیدلای سو چي د یوه واحد وجود په شکل واوسو او همږغي سو.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۱:۴۰
کندهارښاروال وایی چی د کامیابۍ منزل ته هغه وخت رسیدلای سو چي د یوه واحد وجود په شکل واوسو او همږغي سو

د غه څرګندوني کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د ولسي تړون دولایتي مسؤلینو،د همکاره موسسېHRDA مسؤلینو،د ولسي تړون د ساختماني پروژو د شرکتونو مسؤلینوسره په غونډه کي وکړې.

یاده غونډه چي په کندهار ښاروالۍ کښي جوړه سوې وه د کندهار ښاروال ترڅنګ د ښاروالۍ سکټوري اوتخنیکي رئیس او همدا ډول د ولسي تړون ولایتي مسؤلینواو د شرکتونو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د همږغۍ په ننني مجلس کښي لومړی د شرکتونو مسؤلینو د ولسي تړون دروانو چارو ،پرمختیایي پروژو او د اړوندو شرکتونو لخوا د پروژو په جریاني حالت کښي د یوشمیر ستونزو ،خنډونواومشکلاتو څخه یادونه وکړه،چي د شرکتونو د مسؤلینو په خبره په دې برخه کښي باید ددوی پرتې ستونزي حل کړل سي وروسته کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات ددوی ستونزي یو په یوه واورېدلې او یادونه یې وکړه کندهار ښاروالۍ د ساختماني شرکتونو لپاره یوه ګډه تخنیکي کمیټه جوړه کړې چي وخت پر وخت به د شرکتونو لخوا د پروژو په جریان کښي پېښېدونکي ستونزي حلوي،کندهار ښاروال وویل کندهار ښاروالۍ ټولو شرکتونو لپاره زمینه سازي کوي چي هره پروژه په ښه توګه سره عملي کړي،ولسي تړون پروګرام یو کامیابه پروګرام په دې دی چي ښاروالۍ ،ولسي تړون او عام ولس سره همږغي دي چي د ښاغلي حیات په خبره همدا همږغي باید وساتل سي،همدا ډول کندهار ښاروال وویل موږ د ټولو شرکتونو ستونزي درک کولای سو او شرکتونو مسؤلینوته هم د ښاروالۍ امکانات معلومیږي باید د موجوده امکاناتوڅخه اعظیمي استفاده وسي .

کندهارښاروال وایی چی د کامیابۍ منزل ته هغه وخت رسیدلای سو چي د یوه واحد وجود په شکل واوسو او همږغي سو کندهارښاروال وایی چی د کامیابۍ منزل ته هغه وخت رسیدلای سو چي د یوه واحد وجود په شکل واوسو او همږغي سو

کندهار ښاروال زیاته کړه د ولسي تړون د پروګرام هره پروژه د کندهار دخلګو پروژه ده باید په اساسي توګه سره عملي کړل سي،همدا ډول کندهار ښاروال د شرکتونو له مسؤلینو وغوښتل چي پخپلو منځوکښي اتفاق وکړي ،د همکارۍ فضاحاکیمه کړي،د کندهار ښار د جوړښت لپاره په صداقت کاروکړي ولي د هري ستونزي دحل په موخه یې د کندهار ښاروالۍ او اړوندو مسؤلینو ترمنځ ورته تخنیکي کمیټه جوړه کړې چي ددوی ستونزي به حلوي وروسته د شرکتونو مسؤلینو ژمنه وکړه چي د کندهارښآروالۍ سره به په ګډه همږغي چاري مخته وړي او د ستونزو دحل په مورد به د تخنیکي کمیټې سره موضوعات شریکوي.

کندهارښاروال وایی چی د کامیابۍ منزل ته هغه وخت رسیدلای سو چي د یوه واحد وجود په شکل واوسو او همږغي سو کندهارښاروال وایی چی د کامیابۍ منزل ته هغه وخت رسیدلای سو چي د یوه واحد وجود په شکل واوسو او همږغي سو کندهارښاروال وایی چی د کامیابۍ منزل ته هغه وخت رسیدلای سو چي د یوه واحد وجود په شکل واوسو او همږغي سو

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

کندهار ښار کي د استنادي دیوال د جوړېدو چاري د پټۍ په پریکولو سره راپیل سوې!

کندهار ښاروالۍ د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۴ ګذر کښي د استنادي دېوال د رغولو چاري را پیل کړې.

دغه دیوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۲۲
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کښي د ٧ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالۍ د يونپس (UNOPS) مٶسيسې په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۸ ګذر کښي د ۷ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل کړي.

د دغه پروژې د افتتاح په مراسمو کښي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

BACK TO NEWS