کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.

km_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۲:۱۰
کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحدشاه هاشمي هم حاضر وو د کندهار ښاروالۍ د کرکیټ لوبډلي سره وکتل.

په لیدنه کي لومړی کندهار ښاروال د کندهارښاروالۍ د کرکیټ لوبډلي لاسته راوړني وستایلې،د دوی د هڅو،کوښښونو او تلاښونو څخه یې ځانګړې مننه وکړه،کندهارښاروال د خپلو خبرو پرمهال وویل تاسو زموږ یوه مهمه او اساسي برخه یاست ستاسو له برکته په ځوانانو کښي ټولنیز انکشاف او د ښې ورورولۍ روحیه راژوندۍ سوې ده،ټولني او جامعې ته مو مثبت پیغام ورکړی دی او هر وخت مو د لوړو هدفونو لپاره لکه په ځوانانو کي ملي او د ورورولۍ روحیه راژوندي کول،د صحت په عرصه کښي مثبت زیري درلودل ځوانانو سره ډيري ښې ټولنیزي اړیکي جوړول،د ښار، ولسوالیواو ولایتونو په سطحه مو د ځوانانو سره د سپورټ له برکته نیک روابط جوړول هغه څه دي چي باید قدر یې وسي،همدا ډول د ښاغلي حیات په خبره کندهار ښاروالۍ به په دایمي توګه سره ستاسوهمکاره وي،ستاسو په لاهڅونه او تشویق کښي به تل احساس د مسؤلیت ولري،همدا ډول کندهار ښاروال د کندهار ښاروالۍ د کرکیټ لوبډلي ته د لوبو د ترسره کولو،د ولسوالیو او ولایتونو د ټیمونو سره د لوبو او روابطو جوړولواو په کندهار ښار کښي د نورو سپورټي لوبډلو سره د دوستانه لوبود زمینې برابرولو په منظور لازمي سپارښتني هم وکړې.

وروسته د کرکیټ لوبډلي په استازیتوب د زمري اکبري خبري وکړې هغه د کندهار ښاروال له همېشنیو همکاریو مننه وکړه چي د لوبډلي په تشویق او پیاوړي کولو کي یې کړي وې او همدا ډول یې یوشمیر ستونزي هم له کندهار ښاروال سره شریکي کړې چي دحل په مورد یې کندهار ښاروال د ښاري حکومتولۍ رئیس ته لارښوونه وکړه چي یاده موضوع تعقیب کړي او ستونزي ورته حل کړي .
 

کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی. کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.
کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی. کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲ - ۱۰:۱۲
Background image

ولس زموږ دی موږ د ولس یو

دغه څرګندوني دنهمي ناحیې امر حمیم صاحب د نهمي ناحیې د ګذرونو وکیلانو، قومي مشرانو او ولسونو سره په همږغۍ مجلس کښي وکړې، حمیم صاحب وویل نهمي ناحیې ته د خدمت لپاره راغلی دی نو باید دنهمي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۸/۱ - ۹:۴۷
Background image

کندهار ښاروال:- د خپل سرو خټو د کنتړول لپاره ډیر کوښښونه کوو

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي په ښارکښي یې خپل سري خټي کنترول کړي او د ځمکو د غصب مخه یې نیولې ده کندهار ښاروال وایې که څوک په اصولي او قانوني شکل اعمار کوي ښاروالي قانوني اجازه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د کندهار ښآروالۍ اداري غونډه د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب ترمشرۍ لاندي جوړه سوه.

په اداري مجلس کي د کندهار ښاروال تر څنګ د ښاري حکومتولۍ رئيس،دعوایدو،محاسیبې مالي او اداري چارو رئيس،سکټوري او تخنیکي رئیس او د کندهار ښاروالۍ د اړوندو ناحیوامرینواو نورو اړوندو مدیرانو. . .

BACK TO NEWS