کندهار والي او کندهار ښاروال نيالګي کښېنول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۲
سرسبزي کمپاین

سه شنبه/۲۰- کب- ۹۸


د ولسمشر محمداشرف غني له حکم سره سم په کندهار کي د کب پر شلمه د نيالګيو کښېنولو د ملي حشر د ورځي په مناسبت نيالګي کښېنول سول.

د نيالګيو ايښودلو په دغو مراسمو کي چي نن د کندهار ښار د څلورمي ناحيې په تېمورشاهي پارک کي تر سره سول، کندهار والي حيات الله حيات، کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات، د کندهار د کرهڼي، چاپېريال ساتني، ښاري حکومتولۍ او نورو رئيسانو او مسؤلينو ګډون کړی و.

کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د نيالګيو ايښودلو پر مهال وويل چي کندهار ښاروالي له تېرو شاوخوا شلو ورځو راهيسي په کندهار ښار کي د نيالګيو ايښودلو عمومي حشرونه پيل کړي او په زرګونو نيالګي يې ايښي دي. ښاروال وويل، سږ کال يې د ښاريانو په مرسته شاوخوا شل زره نيالګي راټول کړي او د ښار په مختلفو سيمو کي يې ايښي دي، دغه راز د ښاريانو له خوا هم ګڼ شمېر نيالګي کښېنول سوي دي. ښاروال پر ښاريانو ږغ وکړ چي يو نيالګی د افغانستان او يو د افغانستان له پاره کښېږدي.

ښاروال يو وار بيا وويل چي سږ کال غواړي د کندهار ښار د ښاري سرسبزي د آبيارۍ سيسټم معياري او قطره يي کړي، دا چاره به د شهيد جنرال عبدالرازق اڅکزي له واټه پیل سي او په پايله کي به يې د کندهار ښار سرسبزي پايداره سي.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار والي او کندهار ښاروال نيالګي کښېنول