کندهار ښاروالي دښار د پرمختګ او ترقۍ پر لوري مثبت ګام اخلي .

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۹:۴۵
Kandahar Municipality

کندهارښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کښي په مساوي اندازه پرمختیایي رغیز فعالیتونه سرته رسوي چي په همدې اساس د خپلو رغیزو پروژو په لړ کښي د ښار د اوومي ناحیې اړوند په ژمنه ګذر ساحه کښي د ۷۸۵متره په طول ۷ متره په عرض یوه سړک ،۵۷۷متره په طول ۸ متره په عرض دوهم سړک او ۵۵ متره په طول ۸ متره په عرض دریم سړک د جوړېدو چاري رواني دي د دې ترڅنګ د همدې سړکونو په امتداد د ۱۷۳۰متره په اندازه چرۍ هم په اساسي توګه سره جوړیږي او ۲۳۰دانې سلبونه هم په نظرکښي نیول سوي دي ترڅو د دې رغنیزو فعالیتونو په لړکښي د سیمي اوسېدونکو ته بهتره ښاري خدمات محیا سوي وي .

کندهار ښاروالي د ښار اوسېدونکو ته ښاري خدمات عرضه کوي او له ښاریانو څخه د روانو رغنیزو چارو د لاپياوړتیا او د دوی ژوند ته د بهتره ښاري خدماتو په عرصه کښي لاهمکاري غواړي او غوښتنه لري چي ددوی سیموکي د روانو رغنیزو چارو څخه وخت پر وخت نظارت وکړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي دښار د پرمختګ او ترقۍ پر لوري مثبت ګام اخلي .