کندهار ښاروالي د اتمي ناحیې اړوند دوهم ګذر کي د کوڅو جوړولو چاري راپیل کړي دي!
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د (۶) کوڅو د رغولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د (۲) کوڅو د تخته کارۍ کارونه روان دي او د پاته ۴ کوڅو د تخته کارۍ چاري به هم ډېر ژر راپیل سي او ۱۵ ورځي وروسته به د ټولو کوڅو د کانګریټ کولو چاري راپیل سي.
یادي کوڅې په ټولیزه توګه (۶۸۵) متره اوږدوالۍ او ۷ متره بردوالۍ لري، چي یوه میاشت مخکي ئې د رغولو چاري راپيل سوي او پاته انکشافي کارونه به ئې د دوه نیمو میاشتو په موده کي بشپړسي.
په دې ستره او رغنیزه پروژه کي (۱۲۰)کسانو ته د کارکولو زمینه برابره سوې ده، چي (۱۱) کسان په مسلکي توګه او (۱۰۹) کسان په غیر مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
د همدغو کوڅو په رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او له کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت