کندهار ښاروالي د متوازني پراختیا په اساس د ښار د پنځلسمي ناحیې اړوند د ګوش خانو په سیمه کښي د یوه استنادي دیوال دجوړولو چاري عملأ شروع کړې!

mohammadi_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۳:۵۹
افتتاح مراسم

د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله (الوصال) پر داسي مهال چي سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند،تخنیکي ټیم او د پنځلسمي ناحیې اولسي مشرانو یې ملتیا کول په پنځلسمه ناحیه ګوش خانو سیمه کښي د( ۵۰۰ ) متره په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال رغنیزي چاري عملأ پیل کړې،دغه مهمه پروژه چي د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي اومسلکي همکاري د نړیوال بانګ په مالي تمویل او د(UNOPS)  همکاره برنامې په مدیریت یې په درو میاشتو کښي یې کاري او بنسټیزي چاري بشپریږي د جریان پر مهال یې په مسلکي توګه سره (۲۰ ) تنو او غیري مسلکي توګه (۹۰ ) تنو کاریګرو ته کاري فرصت برابریږي،په دې پروژه کښي ټول کار د کاریګرو په واسطه مخته ځي او د اړتیا پر مهال له ماشینیرۍ څخه استفاده کیږي.

د کندهار ښاروال مرستیال ددې پروژې په پرانیست مراسیمو کښي وویل: خوښ یم د خپل جنتي ښار د بیا جوړوني او ابادۍ زیري له ځانه سره لرو،او دغه تاریخي ښار ته په هره برخه کښي خدمت کول قوي انرژي او هوساینه مخي ته راوړي،کندهار ښاروال مرستیال وویل: زموږ هره پروژه د خلګو او ښاریانو اوږد مهاله ستونزي رفعه کوي اوخلګو ته ښاري اسانتیاوي رامنځته کوي،موږ به هڅه وکړو ترڅو ټولي پروژې په ښه معیار او ښه کیفیت سره تطبقي کړو ترڅو داښار خپله بڼه مثبت لوري ته واړوي،الوصال د عام المنفعه پروژو په ساتنه کښي اولسي همکاري او ښاریانو ملاتړ ډير اړین وبلی ځکه د اهرڅه د دوئ لپاره سرته رسیږي،وروسته د کندهار ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند د کندهار ښاروالۍ له لوري په ښار کښي د انکشافي کارونو او رغنیزي چارو او همدا ډول ددې پروژې پر ارزښت باندي په مفصل ډول معلومات شریک کړه همدا ډول د سیمي اوسېدونکو د کندهار ښاروالۍ وروستي نوښتونه او پراخ انکشافي کارونه وستایل او د ګرانو ښاریانو لپاره په هره برخه د ښاروالۍ روان انکشافي څرخ دوی ښه وارزوۍ او د خپله طرفه یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د متوازني پراختیا په اساس د ښار د پنځلسمي ناحیې اړوند د ګوش خانو په سیمه کښي د یوه استنادي دیوال دجوړولو چاري عملأ شروع کړې!