کندهار ښاروالي د ولسوالیو ښاروالیو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۰:۲۸
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر د اسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس، د پنجوائي، خاکریز، سپین بولدک، ارغنداب، ژړۍ او ډنډ د ولسوالیو ښاروالان او استازي حاضر وه د خپل کار په د فتر کي وکتل.

دا چي د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښاروالیو د معینیت لخوا د مرکزي او ولسوالیو ښاروالیو تر منځ یوه شبکه جوړه سوې ده او مشرۍ یې مرکزي ښاروالي کوي، پر همدې اساس د مرکزي او ولسوالیو ښاروالیو تر منځ نن ګډه د همږغي ناسته وسوه چي پر مهال یي کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د مجلس لومړنۍ ویناوال و.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پخپلو خبرو کښي وویل کندهار ښاروالي د ولسوالیو له ښاروالیو سره ښه همږغي رامنځته کوي، کندهار ښاروالي به د ظرفیت جوړوني، بودجه جوړوني په تخنیکي برخه کښي، د تجاریبو شریکولو په برخه کښي د نظر او مشورې ورکولو په عرصه کښي د کندهار ښاروالي په ورکشاپونو او سمینارونو غونډو کښي او نورو برخو کښي د ولسوالیو له ښاروالیو سره هر وخت همکاري کوي، همدارنګه کندهار ښاروال د ښاري حکومتولۍ رئیس ته دنده و سپارل چي د مرکزي او ولسوالیو ښاروالانو تر منځ د همږغۍ غونډي دي دوامداره جوړي، تر څو د ولسوالیو د ښاروالیو او مرکزي ښاروالي تر منځ د دوه اړخیزه مجالیسو پر مهال پر ګډو وړاندیزونو، تصامیمو، پېشنهادونو بحث سوی وي.

وروسته د ولسوالیو ښاروالانو په ولسوالیو کي د ښاروالیو لخوا پر روان حالت، کارونو، لاسته راوړونو، وړاندیزونو او نورو برخو باندي مفصلي خبري وکړې او په ځینو برخو کښي چي یې له کندهار ښاروالي څخه غوښتني درلودلې، په اړه یې کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د همکارۍ ډاډ ورکړ تر څو د ولایت مقام سره په ګډه یې وړاندیزونو ته لاس رسۍ سوي وي دوی د خپلو ځانونو د خود کفایي لپاره د پولیسو همکاري ته ضرورت درلودۍ، په ولسوالیو کښي د پرمختیایي چارو د ښه روشت په منظور یې د مؤسساتو فعالیت غوښتئ او نوري عمومي غوښتني یې درلودلې چي کندهار ښاروال یې په اړه وویل د ولایت مقام په منځګړیتوب به د دوئ سره مجلس کوي چي د سکټوري رئیسانو سره په ګډه به مجلس کښي په دې اړه تصمیم نیسي.

د مجلس په وروستیو کښي د کندهار ښاروالي او ولسوالیو ښاروالیو تر منځ د دوامداره مجالسو پر جوړولو او ګډي همږغۍ پر ناستي باندي صلاح مشوره وسوه چي په دوامداره توګه به مجالس جوړوي او ګډه به یو له بله سره مشورې او وړاندیزونه شریکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ولسوالیو ښاروالیو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ