کندهار ښاروالي د ښاري نيالګيو د آبيارۍ سيسټم معياري کوي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۵:۳۷
وضاحت

پنج شنبه - سلواغه - ۱۳۹۸۳ /

کندهار ښاروالي هر کال په مليونونو افغانۍ د نيالګيو پر رانيولو او کښېنولو لګوي، چي له بده مرغه ځيني يې د اوبو د کموالي او د آبيارۍ د پخواني سيسټم له امله وچېږي.
سږ کال بيا کندهار ښاروالي د نيالګيو له پاره څلور مليونه افغانۍ بودجه په انکشافي پلان کي نيولې، خو سږ کال به دا بودجه د نورو کلونو په څېر د نيالګيو پر رانيولو نه، بلکي د ښاري سرسبزي د آبيارۍ سيسټم پر عصري کولو/ قطره يي کولو لګول کېږي. د آبيارۍ سيسټم عصري کول به د جنرال عبدالرازق خان جادې له ګلدان څخه شروع کېږي او په تدريجي ډول به د ښار نورو سرسبزه ساحو ته غځول کېږي. د ښاري نيالګيو د اوبولو اوسنی دوديز سيسټم له هره پلوه خورا ګران تمامېږي، له امله يې هم تر مځکي لاندي اوبه ډېري ضائع کېږي، هم تېل ډېر مصرفېږي او هم ډېر وخت او زيات بشري منابع او ټانکرونه غواړي. تر مځکي لاندي اوبو، د اضافه مصرفېدونکو تېلو او نورو منابعو د سپما، د کندهار ښار د سرسبزه ساحې پراختيا ته د زمينې برابرولو او له اوسني معاصر سيسټم سره سم د ښاري نيالګيو د آبيارۍ سيسټم برابرولو په موخه سږنی پروګرام عملي کېږي.
له همدې امله کندهار ښاروالي سږ کال پلان لري چي خپل د اړتيا وړ نيالګي د خپلو بااحساسه ښاريانو په مرسته برابر کړي. د ښار هر اوسېدونکی که له يوه څخه نيولې تر سلو پوري؛ د هر څومره نيالګيو توان ولري، د خپلي سيمي او ښار د سرسبزه کولو په موخه دي يې له کندهار ښاروالي سره مرسته وکړي. ستاسي له لوري مرسته کېدونکي نیالګي به ستاسي په حضور کي ستاسي په سيمه او هلته چي ورته اړتيا وي، کښېنول کېږي او جدي پالنه به يې کېږي. له نېکه مرغه ډېرو کندهار ښاريانو د نيالګيو په دغه کمپاين کي د خپلي ښاروالۍ مرسته کړې، چي د کندهار ښاروالي مقام يې قدرداني کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ښاري نيالګيو د آبيارۍ سيسټم معياري کوي