کندهار ښاروالي سږني پسرلي ته ډیره اماده ګي لري د کندهار ښار په ټولو ناحیو کښي د سرسبزۍ او سمسورتیا چاري چټکي سوي دي!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۴:۶
سرسبزي

د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیر انجنیر نجیب الله (نوري) وایي: د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په هدایت او سپارښتنه به روان پسرلي ته (۳۰۰۰۰) نیالګي د کندهار ښار په ټولو ناحیو کښي کښېنوي،او دغه زینتي بوټي به د کندهار ښار په ښکلا او سمسورتیا کښي مثبت رول ولوبوي.

د ښاغلي نوري په خبره د کندهار ښار عمومي واټونو،جادو او پارکونو سرسبزه ساتلو ته خاصه پاملرنه لري او د سمسورتیا په عرصه کښي له نوي نوښتونو کار اخلي ترڅو دا ښار په هره برخه کښي سرسبزه او سمسور ساتل سوئ وي.

(نوري) پر ګرانو ښاریانو ږغ کوي چي د ښاروالۍ سره د ښار د سمسور ساتني په برخه کښي لا زیاته همکاري وکړي ترڅو دغه اشرف البلاد ښار هم سرسبزه او هم زرغون ساتل سوئ وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي سږني پسرلي ته ډیره اماده ګي لري د کندهار ښار په ټولو ناحیو کښي د سرسبزۍ او سمسورتیا چاري چټکي سوي دي!