کندهار ښاروالي عامه تشنابونه جوړ کړل
د کندهار ښار د څلورمي ناحیې د عیدګاه جادې په پارکینګ کي د کندهار ښاروالي لخوا عامه تشنابونه او یو د ضرورت لپاره اطاق د (۱۲۵۰۶۰۵) یومیلون دوه لکه پنځوس زره شېږ سوه پنځه افغانۍ په لګښت د ۳ میاشتو په موده کي ګټي اخیستني ته وسپارل سول.
کندهار ښاروال وایي د ښاریانو لپاره د ښاري سهولت په منظور یې دا اقدام کړی دی، ددې تر څنګ د کندهار ښاروالي روانی رغنیزي پروژې د ښار په بېلابیلو ناحیو هغه څه دي چي په زیات شمیر وزګار خلګو ته پکښي د کار کولو زمینه برابره سوې ده.