کندهار ښاروالي ـ هره پرمختیایي پروژه په معیاري او اساسي توګه سره عملي کوو.

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۰:۱۰
Kandahar Municipality

کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي د ښار د پنځلسمي ناحیې اړوند په کابل ګذر سیمه کښي د پنځو سړکانو د اساسي جوړوني چاري را پيل کړي دي ۱ـ سړک د ۳۱۳متره په اوږدوالي او ۷ متره په عرض جوړیږي .

۲ـ سړک د ۳۵۰متره په اوږدوالي ۸ متره په عرض جوړیږي چي ۵۰ متره چرۍ یې هم د جوړېدو په پلان کي سته. ۳ـ سړک د ۳۳۸متره په اوږدوالي ۷متره په عرض جوړیږي او ۳۳۸ متره چرۍ یې هم د جوړېدو په پلان کي سته . ۴ـ سړک د ۳۸۰ متره اوږدوالي ۶متره عرض لري او ۱۸متره چرۍ لري.

۵:- سړک ۲۶۰متره اوږدوالی ۷ متره عرض او ۴۰۰ متره چرۍ لري چي د جوړېدو سره به یې هم د یادي ناحیې په بنیا دي برخه کي مثبت تغیر راغلی وي او هم به د سیمي خلګوته بهتره ښاري خدمات محیا سوي وي .

یاده دي وي چي دکندهار ښاروالي په ټولو پروژو کښي خلګو ته دکارکولو زمینه برابره سوې ده .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS