کندهار ښاروالي متوازنه پراختیا رامنځته کوي .
کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو پروژو په لړ کښي د ښار د دولسمي ناحیې اړوند په انتصار ګذر کښي د ۹۲۰متره په طول ۱۰متره په عرض د یوه سړک د اساسي جوړولو چاري راپیل کړي دي د دې ترڅنګ ۹۰۰متره چرۍ ،یو پلچک او ۲۰۰دانې سلبونه هم د یادي پروژې په پلان کښي شامل دي .
کندهار ښاروالي کوښښ او هڅه کوي ترڅو خپلو ښاریانو ته په مساوي اندازه خدمات ورسوي همدارنګه پر ښاریانو ږغ کوي چي د مالي کال تر وروستۍ ورځي پوري دي خپل د صفایي ټکسونه او محصولات تحویل کړي ترڅو تر جریمې لاندي را نسي .