کندهار ښاروالي په۷ ناحيه، ۲ ګذر کي د۵ کوڅو کانګريټ کولو چاري راپيل کړي دي!
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړ کي داځل د ښار په اوومه ناحیه، دوهم ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د پنځو کوڅو د کانګریټ کولو چاري په اساسي او معیاري توګه راپیل کړي دي.
یادي کوڅې تقريباً (۸۲۴) متره اوږدوالۍ او ساحو ته په کتو سره د مختلفو عرضونو درلودونکي دي.
په دغه رغنیزه پروژه کي (۱۰۵) کسانو ته د کارکولو زمینه برابره سوې ده چي ۱۲ کسان په مسلکي توګه او ۹۳ کسان په غیري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
ددې بنسټیزي پروژې انکشافي کارونه (۲۲) ورځي مخکي شروع سوي او پاته رغنیزي چاري به ئې د دروو میاشتو په موده کي بشپړي سي او ګټي اخیستني ته به وسپارل سي.
د دغه کوڅو په جوړولو سره د سیمي خلګو زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت