کندهار ښاروالي ښاریانو ته بنسټیز ښاري خدمات برابروي .

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Kandahar Municipality

کندهار ښاروالي د متوازني پراختیا او رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي د ښار د اتمي ناحیې اړوند درېیم ګذر (ملت ګذر) کښي د( ۵۰۰) متره په طول او( ۸ ) متره په عرض د یوه سړک د اساسي جوړېدلو چاري را پیل کړي دي. ددې سړک په څنګ کښي د (۵۰۰) متره په اوږدوالي استنادي دېوال او (۵۰۰) متره د سړک یوې غاړي ته چرۍ هم په نظر کښي نیول سوې ده ددې ترڅنګ په یاده پروژه کښي (۲۰۰) دانې سلبونه او دوه عدده پلچکونه د(۸)متره په طول ا و (۱) متر په عرض شامل دي.

دا په داسي حال کښي ده چي کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کښي متوازنه پراختیا رامنځته کوي او همدارنګه د ښاروالي په روانو پروژو کښي زیات شمیر خلګو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي ښاریانو ته بنسټیز ښاري خدمات برابروي .