کندهار ښاروالي ښاریانو ته ښاري اسانتیاوي برابروي .

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۸:۱۹
Kandahar Municipality

کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي د ښار د لسمي ناحیې اړوند په عقاب ګذر (ګچ خانو) کښي د۱۱۲۰،۸۰ متره په اوږدوالي او ۸ متره عرض د یوه عمومي سړک د رغوني چاري را پيل کړي دي.

ددې سړک په څنګ کښي دوه طرفه ۲۲۴۰متره چرۍ اساسي جوړي سوي دي اوهم یو پُل د ۲۲ متره طول او ۴ متره عرض سره ددې سړک په امتداد کښي د مانده پر سر د ولس د هوسایني په موخه اساسي جوړیږي د یاد سړک د رغوني په پلان کي ۹۹۰ سلبونه شامل دي، ددې ترڅنګ کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کښي ښاریانو ته متوازنه پراختیا رامنځته کوي او د ښاروالي په روانو رغنیزو چارو کي د ښاریانو همکاري غواړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي ښاریانو ته ښاري اسانتیاوي برابروي .