کندهار ښاروالي کرکیټ لوبډلي په قریشي کرکیټ سیالیو کي خپله درېیمه لوبه هم وګټل، او په دي بریا سره یې کواټر پاینل لوبي ته لاره وموندل.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۵۰
Kandahar Municipality

د ښاروالۍ لوبډلي په یادو سیالیو کي تېره ورځ السبحان لوبډلي ته په(۶۰)منډو ماته ورکړه ټاس یا(پچه) ښاروالۍ لوبډلي وګټل او خپله یې لومړۍ توپ وهنه راپیل کړل.

ښاروالۍ لوبډلي په ټاکلو شلو اورونو کي د (۴) لوبغاړو په سوزېدلو (۱۸۴) منډي هدف وټاکۍ د ښاروالۍ توپ وهونکوو ...

بشیر احمد (۵۴) محمد یوسف (۴۲) احمدظاهر (۲۹) او خوشحال "رسولي" (۱۷) منډي وکړې السبحان لوبډلي په (۱۹) اووره کي د ټولو لوبغاړو په سوزېدو (۱۲۳) منډي وکړې او لوبه یې په (۶۰) منډو پر ښاروالي لوبډلي وبایلل.

د ښاروالۍ ټیم توپ اچونکوو ...

احمد ضیاء ، خوشحال " رسولي " ، نعمت الله ، او جلیل احمد دوې دوې ویکیټي ترلاسه کړې د لوبي غوره لوبغاړی د ښاروالۍ ټیم لوبډلي بشیر احمد وټاکل سو، چي (۵۴) منډي یې د خپلي لوبډلي په ګټه کړي وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي کرکیټ لوبډلي په قریشي کرکیټ سیالیو کي خپله درېیمه لوبه هم وګټل، او په دي بریا سره یې کواټر پاینل لوبي ته لاره وموندل.