کندهار ښاروالي کي د مهمو موضوعاتو د تصویب او تائید لپاره اداري نوبتي مجلس ترسره سو

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۴
اداري غونډه

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د یو لړ مهمو موضوعاتو دڅېړلو او پریکړي په موخه اداري نوبتي مجلس ترسره سو.په دې مجلس کي دکندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب، د ښاري حکمتولۍ رئيس حاجي تحويلدار اکا، تخنیکي او سکتوري رئیس مولوي نورالباقي خادم، د عوایدو او محاسبې آمر، د ۱۵ ناحیو آمرینو، د ساختمانۍ چارو عمومي مدیر، د پلان آمر، تخنیکي او مسلکي آمر او دښاروالۍ نورو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.

یاد اداري مجلس د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو او حدیث په ويلو سره پیل سو. په پیل کي د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب ټول برخه والو ته ښه راغلاست ووایه. هغه د اسلامي نظام د نعمت په ارزښت خبري وکړې او د الله تعالی شکر ایستل ئې اړین وبلل. نوموړي وویل: "د نظام شکر باید په عمل کي ادا کړو او د خپلو اداري اصولو د زده کړي ترڅنګ، عملي ګامونه واخلو، د خپلو چارو په ترسره کولو کي سعیه وکړو او د وخت پابند واوسو."

ښاغلي روحاني صاحب دخپلو خبرو په جریان کي د اعمار طرزالعمل، د لوړو کورنو یا ودانیو د کلکینانو له اذیت اړوند مسائلو او د عوایدو د تحویلۍ لپاره د بانک نوي څانګي د پرانستي په اړه معلومات وړاندي کړل.

وروسته مجلس د اجنډا سره سم د تهیه او تدارکاتو آمر د صفايي محصول او ۲ فیصده عامه خدماتو اړوند په قراردادونو کي خپل معلومات له برخه والو سره شریک کړل.

د اداري مجلس په جریان کي دښاروالۍ تخنیکي اوسکټوري رئیس مولوي نورالباقي خادم په ښاري ساحاتو کي د استوګنځیو کارتو ته د امر ورکولو په اړه تفصیلي وضاحت وړاندي کړ.

همدارنګه، د مارکېټونو تنظیم آمر د ښاري نظم په موخه د پیادرونو د خلاصون لپاره دخپلو ترسره سوو فعالېتونو په اړه معلومات شریک کړل او د ښاري بې نظمیو د حل لپاره ئې بدیلي لاري وړاندیز کړې.

وروسته د عوایدو او محاسبې آمر د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، ښاریانو ته د قسط واره او ا.ا.ا څخه مخکي باقیاتو لپاره د اسانتیاوو او د ښار د نوي متراج او ثبت په اړه خپل معلومات شریک کړل.

په پای کي د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له ترلاسه کولو وروسته، له پورته یادو سوو موضوعاتو څخه ځیني تائید سول او ځیني راتلونکي اداري مجلس ته د پریکړو په موخه وځنډېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۱:۸
Background image

د کندهار ښار په پنځمه ناحيه، احمد شاهي مېنه کي دسړک رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي کارونو په لړ کي د پنځمي ناحیې اړوند په احمدشاهي مېنه کي د یو کیلو متر سړک د رغولو چاري په اساسي او معیاري ډول پیل کړي دي.

ياد جوړېدونکی سړک د يوکيلومتر په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۱۲
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي د ۸۵۰ متره کانال د رغولو چاري ۸۰ سلنه مخته تللي دي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام د ښار په ديارلسمه ناحيه، پنځم ګذر کي د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو مهم کانال او دوو پلچکانو د اساسي رغولو چاري جريان لري.

دغه کانال ۸۵۰. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۴
Background image

کندهار ښاروالي کي د مهمو موضوعاتو د تصویب او تائید لپاره اداري نوبتي مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د یو لړ مهمو موضوعاتو دڅېړلو او پریکړي په موخه اداري نوبتي مجلس ترسره سو.په دې مجلس کي دکندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب، د ښاري حکمتولۍ رئيس. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي کي د مهمو موضوعاتو د تصویب او تائید لپاره اداري نوبتي مجلس ترسره سو