کندهار ښاروالۍ دخپلو روانو فعالیتو په لړکښي د ښکارپور دروازې د سړک په امتداد دحاجي عرب په ساحه کښي ددې سړک داساسي جوړوني چاري عملأ راپیل کړي دي!
کندهار ښاروالۍ دخپلو روانو فعالیتو په لړ کښي د ښکارپور دروازې د سړک په امتداد دحاجي عرب په ساحه کښي ددې سړک داساسي جوړوني چاري عملأ راپیل کړي دي. ددې سړک په مسیر کښي ځیني ملکیتونه تر استملاک لاندي راځي چي دملکیتونو له مسؤلینو سره یوګډ پلاوئ په خبرو بوخت دي چي وروسته به په اساسي توګه سره ددې مهم اواساسي سړک رغنیزي چاري نوري هم چټکي سي کندهار ښاروالۍ دسیمي له اوسېدونکو څخه هیله لري چي ددې سړک د تطبق په عرصه کښي له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.