کندهار ښاروالۍ د خپلو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي داځل د نورزو شابرج څخه تر بای پاس چوک پوري د سړک د اساسي او معیاري جوړوني چاري راپیل کړي دي!
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي: دخپل انکشافي پلان او پرمختیایي بودجې په اساس به په ټولو ناحیو کښي د خلګو ضرورتونو ته په کتلو سره اړیني پرمختیایي پروژې تطبق کوي ترڅو زموږ ښاریان راحته سي،کندهار ښاروال پر ګرانو ښاریانو ږغ کوي چي د ښاروالۍ د پلانونو په تطبق کښي د ښاروالۍ سره همکاري وکړئ ترڅو کندهار ښاروالۍ وکولائ سي پخپلو روانو نوښتونو اوچارو کښي لا بهبود راولي.