کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو پرمختیایي چارو په لړ کښي دا ځل په څلورمه ناحیه کاروان سيمه کښي د یوې مهمي پروژې پرانیستنه وکړه!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۳:۴۳
افتتاح مراسم

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب د سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند په ملتیا په څلورمه ناحیه کاروان کوڅه کښي د نړیوال بانګ په مالي تمویل او د(UNOPS)   برنامې په مدیریت او د ښاروالۍ په تخنیکي همکاري د کاروان په کوڅه کښي د فرعي کوڅو د کانګریټ کولو چاري رسمأ پيل کړې او په یادو مراسیمو کښي یې وویل: کندهار ښاروالۍ په ښار کښي پرمختیایي چاري چټکي کړي دي اړتیا ده چي ګران ښاریان د ښاروالۍ د پلانونو ملاتړ وکړي او د خپلو عوایدو په تحویلۍ سره د ښاروالۍ په پرمختیایي برخو کښي لا چټکتیا راولي وروسته سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند ددې پروژې پر مهال پر مهمو او اساسي برخو کښي معلومات وړاندي کړه او ددې عام المنفعه پروژو په ساتنه کښي یې ولسي همکاري اړینه وبلل د محل او سیمي د مشرانو په استازیتوب کریم الله وفا د کندهار ښاروالۍ روان انکشافي کارونه او پرمختیایي چاري هیله بخښوونکي وبللې او د خپلو خلګو په استازیتوب یې د همکارۍ ډاډ ورکړ .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو پرمختیایي چارو په لړ کښي دا ځل په څلورمه ناحیه کاروان سيمه کښي د یوې مهمي پروژې پرانیستنه وکړه!