کندهار ښاروالۍ د خپل پر سونل او سکټوري ریاستونو په ګډه ملتیا سره په ټوله ښار کي نن عمومي حشر ترسره کړ.
د کندهار ښاروالۍ د تنظیف مدیریت پرسونل وکولای سوای نن د ورځي په اوږدو کښي چي د کندهار ښاروالۍ د پر سونل،سکټوري ریاستونو،ځوانانو،مدني فعالانو او ورزشتکارانو او د ښار د بېلابیلو زاویو خلګو او مشرانو کوم حشر کړی وو او د ښار اړوندي برخي یې پاکي کړي وې هغه کثافات د ښار څخه انتقال کړه د دې ترڅنګ نن چي په کندهار ښار کښي د بيلابیلو ادرسونو څخه ګډ ملي حشر د ښار په اړوندو برخو کښي کېدئ د دوی لپاره د حشر د ښه تر سره کولو په برخه کي کندهار ښاروالۍ د تنظیف مدیریت ځانګړې ټلیفوني شمېره هم فعاله کړې وه ترڅو داړتیا پر مهال خلګ ورسره اړیکه کي سئ .